چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اندامان سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو له امله سلګونه کسان بې درکه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو ویلي، د اندامان سمندر کې د روهینګیا کډوالو او بنګله‌دېشي وګړو یوه کښتۍ د خرابې هوا له امله ډوبه شوې، چې له امله یې نږدې ۲۵۰ کسان نادرکه شوي دي. دا کښتۍ له بنګله‌دېش څخه مالیزیا ته روانه وه، چې په کې نارینه، ښځې او ماشومان سپاره وو. د راپورونو له مخې، تر اوسه یوازې ۹ کسان ژغورل شوي او د نورو د برخلیک په اړه معلومات نشته. ملګرو ملتونو ویلي، دا ډول پېښې د روهینګیا کډوالو د سخت ژوند او بې‌وسۍ څرګندونه کوي، ځکه ډېری یې د جګړو، ځورونې او خرابو کمپونو له امله په خطرناکو سمندري لارو نورو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.

- Advertisment -spot_img