د چین حکومت د امریکا له لوري د ایران د بندرونو محاصره یو «خطرناک او بېمسؤلیته» اقدام بللی او د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت د سهشنبې په ورځ، د اپرېل ۱۴مه، اعلان کړی، چې امریکا د پوځي عملیاتو په پراخولو او هدفمنې محاصرې په ترسره کولو سره په سیمه کې کړکېچونه زیات کړي دي. د یاد وزارت په وینا، دا اقدامات کولی شي نازک اوربند هم له خطر سره مخ کړي. چین همدارنګه خبرداری ورکړی، چې دا وضعیت د هرمز تنګي د تګ راتګ امنیت له جدي خطر سره مخ کوي او دا یې «خطرناک او بېمسؤلیته چلند» بللی دی. دا په داسې حال کې ده، چې راپورونه ښيي یو د چین د تیلو وړونکی کښتۍ د امریکا د بندیزونو او محدودیتونو سره سره له هرمز تنګي څخه تېر شوی دی. همدارنګه د چین ولسمشر مخکې د منځني ختیځ د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره څلور مادهییز پلان وړاندې کړی و. دا غبرګون ښيي چې د امریکا د اقداماتو پر سر په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د منځني ختیځ د بحران د مدیریت په اړه بېلابېل نظرونه لا هم دوام لري.



