سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین د نړۍ تر ټولو اوږده اتوماتیکه زینه یا اسکلیټر جوړ کړی

د چین په ووهان ښار کې د نړۍ تر ټولو اوږده اتومات زینه (اسکلیټر) جوړه شوې، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ډېر پام ځان ته اړولی دی. دا ځانګړې زینه د «ګودېس» په نوم یادیږي او اوږدوالی یې ۹۰۵ متره دی. تر دې اوږد اسکلېټر په نړۍ کې نه شته. په دې سیستم کې ۲۱ جلا برقي زینې، ۸ لفټونه، ۴ خوځنده پلې لارې او څو د پلیو پلونه شامل دي، چې دا ټول یو پرمختللی او منظم ترانسپورتي سیستم جوړوي. دا زینه کولی شي خلک د ۸۰ پوړیزې ودانۍ (یا ۲۴۲ متره) په اندازه لوړوالي ته په شاوخوا ۲۱ دقیقو کې ورسوي، چې دا د دې اسکلیټر د حیرانوونکې وړتیا او پرمختګ ښکارندویي کوي. د شپې پر مهال، کله چې دا زینه په رنګارنګ څراغونو روښانه شي، نو یوه ډېره ښکلې او زړه راښکونکې منظره وړاندې کوي چې لیدونکي ځان ته جذبوي. د دې پروژې موخه دا ده، چې د ښار د زیاتېدونکي نفوس لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي او د ښار ښکلا نوره هم زیاته کړي.

- Advertisment -spot_img