سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امنیت شورا له بندیزونو سره د مخ طالب چارواکو نوملړ نوی کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هغو چارواکو په نوملړ کې بدلون راوستی چې وار له‌مخې بندیزونو سره مخ دي. په دغو بدلونونو کې د هغوی هویتي بدلونونه شامل دي او پخواني موقفونه او د اوسېدو ځایونه یې نوي شوي دي. دغه طالب چارواکي د امنیت شورا له لوري د سفر او وسلو له بندیزونو سره مخ دي او شتمنۍ یې هم کنګل اعلان دي. په دغه نوملړ کې د نورو چارواکو ترڅنګ، د طالبانو د حکومت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي او د کانونو او پټرولیم وزیر، هدایت الله بدري شامل دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې لګولي دي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي. دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، وسلې برابروي، جنګیالي جذبوي یا د افغانستان د سولې او ټیکاو پرضد د فعالیتونو ملاتړ کوي.

- Advertisment -spot_img