چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې یو ځوان د طالبانو له سختې شکنجې وروسته ژوند له لاسه ورکړی

ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې په کابل ښار کې د سیر په نوم یو ځوان د طالبانو له‌خوا د سختو وهلو ټکولو او برېښنایي شاک ورکولو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. د سرچینې له قوله طالبانو تر لفظي شخړې او فزیکي نښتې وروسته سیر نیولی او خپلې حوزې ته یې لېږدولی و. د سرچینو په وینا، طالبانو نوموړی په حوزه کې سخت وهلی او وروسته یې برښنایي شاک ورکړی دی. د سرچینو په باور، طالبانو وروسته د سیر له پلار سره اړیکه نیولې او له هغه یې غوښتې چې خپل زوی بوځي. سرچینې زیاتوي چې د سیر پلار هغه روغتون ته لېږدولی، خو نوموړي څو ورځې وروسته ساه ورکړې ده. د سیر خپلوانو هم د هغه مړینه تایید کړې ده. سیر د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د ګولايي پارک اوسېدونکی و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دې ډلې په ځلونو هېوادوال په خپل‌سري ډول وژلي دي.

- Advertisment -spot_img