شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ايران له ناکامو مذاکراتو وروسته د تېلو د بيو لوړولو ګواښ کړی

وروسته له هغه چې د ايران او امريکا مذاکرات ناکام شول، ايران تازه د تېلو د بيو لوړولو ګواښ کړی. د ايران د پارلمان او امريکا سره د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قاليباف پر خپله ايکس‌پاڼه امريکا ته په خطاب کې ليکلي: «د بنزين اوسنۍ بيې به درته يادې شي.» نوموړي د تېلو د بيو نوی فورمول هم خپور کړی او ويلي يې دي، د هرمز تنګي بیا تړل به د بیو لا ډېر لوړوالی رامنځته کړي او «ټرمپ به نور هم د تېلو د بیو په ګرداب کې ډوب کړي.» دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا ترمنځ خبرې بې‌پايلې پای ته ورسېدې. امريکا ويلي، ايران د دوی غوښتنې نه‌دی منلي. د ايراني رسنيو د راپورونو په حواله، د هرمزتنګي او اټومي مسئلو باندې تر ډېره اختلافات پيدا شوي وو، چې له امله يې خبرې بې‌نتيجې شوې.

- Advertisment -spot_img