د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې نن دوشنبه د اپرېل ۱۳مه د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین عمومي کمپاین پيل شو. روغتیايي مسئولینو پرون د دې کمپاین د پرانیستې پرمهال ویلي، چې په دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونه زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکړل شي. افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان زیاته کړې وه، چې دې څلور ورځني کمپاین کې به له پنځو کالونو د کم عمر ۱۲.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي. په دې کمپاین کې د سړې هوا له امله بامیان او دایکندي ولایتونه نه دي شامل او د مسئولینو په خبره یوه اوونۍ وروسته به دې ولایتونو کې پيل شي. دا په افغانستان کې د سږني کال د پولیو دویم واکسین کمپاین دی. روغتیاپالانو له خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان واکسین کړي ترڅو د پولیو له دې مضره ناروغۍ خوندي پاتې شي. افغانستان او پاکستان یو له هغو هېوادونو دي، چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې شته.



