د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې د افغانستان اماني صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د بیړنیو پېښو او اوږدمهاله بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۷۳.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. د راپور له مخې یاد صندوق په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۳.۵ میلیونه خلکو ته رسېدنه کړې ده. په دغو کسانو کې بېرته راستنېدونکي وګړي او هغه ټولنې شاملې دي، چې د زلزلو، وچکالۍ او نورو پراخو بحرانونو له امله اغېزمنې شوې دي.



