شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ظریف: امریکا دې د دیکتاتوري له خوبه راویښه شي

د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف، په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران د مذاکراتو د ناکامۍ په اړه د جې ډي وانس څرګندونو ته توند ځواب ورکړی دی. ظریف د جې ډي وانس هغې خبرې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو “ایران زموږ شرطونه ونه منل”. ظریف په طنزیه ډول وایي: «بینګو! (همدا ده)؛ که غواړئ پوه شئ ولې مذاکرات بریالي نه شول؟ علت یې همدا دی.» هغه په ټینګار سره ویلي چې هیڅ کله به له ایران سره مذاکرات د یو لوري د “شرطونو” پر بنسټ بریالي نه شي. ظریف زیاته کړې چې امریکا باید دا زده کړي چې هغوی پر ایران خپل شرطونه نه شي منلی. هغه په خپل پیغام کې لیکلي چې د دې درس د زده کولو لپاره لا هم ناوخته نه ده، خو امریکا باید خپل چلند بدل کړي. جواد ظریف، چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړې یو له اصلي جوړونکو څخه و، په دې باور دی چې مذاکرات باید د متقابل احترام او مساوي امتیازاتو پر بنسټ وي، نه د یو اړخیزو شرطونو پر اساس.

- Advertisment -spot_img