شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسلام‌اباد کې د تهران او واشنګټن تر منځ د مستقیمو خبرو پیل

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ مهمې خبرې پیل شوې، چې موخه یې د لنډمهالي اوربند او سولې هوکړې ته رسېدل ښودل شوي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه وینا کې ویلي، دواړه لوري د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره اسلام‌اباد ته راغلي، خو ټینګار یې کړی چې دا خبرې به اسانه نه وي او یوه مهمه او پرېکړه کوونکې مرحله بلل کېږي. د ایران پلاوی چې مشري یې د پارلمان رییس او د بهرنیو چارو وزیر کوي، اسلام‌اباد ته رسېدلی او د پاکستان د لوړپوړو چارواکو له لوري هرکلی شوی دی.  بل‌خوا د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس هم له خپل پلاوي سره دې ښار ته رسېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیله لري دواړه لوري په مثبت ډول خبرو ته دوام ورکړي او پاکستان به د منځګړیتوب خپل رول ته ادامه ورکړي. خو په همدې وخت کې د متحده عربي اماراتو له لوري پر پاکستان اقتصادي فشار هم زیات شوی دی. راپورونه وایي چې اماراتو له پاکستان څخه د شاوخوا درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو د ستنولو غوښتنه کړې، چې دا د پاکستان د بهرنیو زېرمو یوه مهمه برخه جوړوي. اسلام‌اباد دا اقدام عادي مالي معامله بللې، خو شنونکي وایي چې دا کار ښايي سیاسي فشار وي، څو پاکستان د سیمې په روان کړکېچ کې خپل دریځ بدل کړي. د دې ترڅنګ، اسلام‌اباد کې د خبرو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، ښار کې رخصتي اعلان شوې او زرګونه امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي. ځینو دیني او سیاسي مشرانو هم د دغو خبرو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې جګړه د خلکو لپاره لوی زیانونه لري او باید د خبرو او تفاهم له لارې حل لارې ولټول شي.

- Advertisment -spot_img