په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست ويلي، چې، هرات کې پر ملکي وګړو برید ښيي چې افغانستان لا هم خوندي نه دی. نصیراحمد فایق په هرات ولایت کې پر ملکي وګړو برید غندلی دی. نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه کسان هدف ګرځول شوي دي. فایق زیاته کړې، دا ډول بریدونه ښيي چې افراطي او ترهګرې ډلې لا هم د هدفمندو او منظم بریدونو وړتیا لري. هغه ټینګار کړی چې، دا بریدونه د حساب ورکولو له وېرې پرته ترسره کېږي. په همدې حال کې طالبانو ویلي، نامعلومو وسلهوالو، چې پر موټرسایکل سپاره وو، د هرات ولايت د انجیل ولسوالۍ په یوه مېلهځای کې پر ملکي وګړو ډزې کړې دي. د طالبانو په وینا، په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د دې برید په تعقیب، نصیراحمد فایق ټینګار کړی چې د داسې پېښو دوام ښيي چې د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم نازک دی.



