چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ښځو خوځښت؛ هرات کې پر شیعه‌ګانو برید غیر انساني اقدام بللی

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر شیعه‌ګانو برید غندلی دی. نوموړي خوځښت شنبه د وري پر ۲۲مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په هرات کې د خلکو پر ټولي برید، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د «بشریت پر ضد جنایت» څرګنده بېلګه ده. د اعلامیې له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی او د پراخو محدودیتونو سربېره، د افراطي او ترهګرو ډلو حضور هم زیات شوی دی. نوموړي خوځښت ټینګار کړی چې د طالبانو د «سراسري امنیت» ادعا د داسې خونړیو پېښو له رامنځته کېدو سره ښکاره ټکر لري او څرګندوي چې د وګړو په ځانګړې توګه د مذهبي ډلو امنیت ډاډمن شوی نه دی. یاد خوځښت له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو سازمانو غوښتي چې د داسې بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د عاملانو د موندلو او څرګندولو په برخه کې بېړني او جدي ګامونه پورته کړي. د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت زیاته کړې چې د دغې «بشري فاجعې» پر وړاندې بې پروايي به په افغانستان کې د تاوتریخوالي، بنسټپالنې او د بشري حقونو سیستماتیک نقض د دوام لامل شي.

- Advertisment -spot_img