په هرات ولایت کې ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې د دې ولایت د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې نامعلومو وسلهوالو پر یو شمېر ملکي وګړو ډزې کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ١٠ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په ورځ، د وري/ حمل ۲۱ مه، د دهمیري په کلي کې د هاشمي پُل ته څېرمه رامنځته شوې ده. ویل کېږي، دا سیمه د تفریح لپاره مشهوره ده او ډېری خلک د چکر او استراحت لپاره هلته تګ راتګ کوي. سرچینې زیاتوي، چې ډزې د خلکو پر یوې راټولې شوې ډلې شوې او د اوښتې مرګژوبلې کچه «د اندېښنې وړ» بلل شوې ده. تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی، خو راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د طالبانو سیمهییزو مسئولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، نه تر اوسه د پېښې مسئولیت کومې ډلې منلی او د ډزو انګیزه هم نه ده معلومه.



