لوګر کې د طالبانو سیمهییز مسئولین وایي، دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۱۵ نور ټپیان دي. لوګر کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احمد الله انس ویلي، چې پېښه د کابل-لوګر پر لویه لار د یو بکسې ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. د پېښې لامل د موټر چلووني نه پاملرنه بلل شوې ده. هېواد کې په دې وروستیو کې په ټرافیکي پېښو کې د مرګژوبلې شمېر زیات شوی چې تر ډېره یې لاملونه د موټر چلوونکي نه پاملرنه او غیر معیاري سړکونه په ګوته شوي دي.



