شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان په افغانستان کې د سیاسي بدلون هڅې کوي

امریکايي ورځپاڼې (سنټرال اسیا کیوسس انلیسټ) د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ورانې شخړې په اړه یو څېړنیز راپور خپور کړی دی. دغه ورخپاڼې ویلي، په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د «غضب‌الحق» په نوم پوځي عملیات د طالبانو د حکومت پر ضد پیل کړي، چې ځینې یې دا د طالبانو د حکومت هڅه بولي. راپور وایي، چې پاکستان ادعا کوي له افغانستانه ځینې وسله‌والې ډلې د دوی پر ضد بریدونه کوي، نو له همدې امله یې پر افغان خاوره هوايي بریدونه کړي دي. په دغو ډلو کې د ټي‌ټي‌پي او نورو ډلې یادې شوې دي. همداراز چین، روسیه او تاجيکستان هم د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ډلو د فعالیت په اړه اندېښمن دي. چین د خپلو اقتصادي پروژو د خوندیتوب لپاره او روسیه د سیمه‌ییز ثبات لپاره وضعیت څاري. راپور زیاتوي، چې که د افغانستان وضعیت کړکېچن پاتې شي، نو د سیمې لویې اقتصادي پروژې لکه د اورګاډي لارې او د ګازو پایپ لاینونه به هم اغېزمن شي او ښايي وځنډېږي. سنټرال اسیا کیوسس انلیسټ د خپل څېړنیز راپور په پای کې ویلي، چې پاکستان په رسمي ډول وایي له جګړې یې موخه د خپلو امنیتي اندېښنو حل دی، خو په غیرمستقیم ډول دا پیغام هم ورکوي، چې که وضعیت بدل نه شي، نو د افغانستان په سیاسي جوړښت کې بدلون هم یوه ممکنه لاره ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img