شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسلام‌اباد کې د امریکا- ایران د خبرو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د حساسه مذاکراتو کوربه‌توب ته په پام، د پاکستان فدرالي پلازمېنه کې د امنیتي تدابیرو تر ټولو لوړه کچه یا “رېډ الرټ” اعلان شوی دی. د بهرنیو پلاوو د امنیت خوندي کولو لپاره تر ۱۰ زرو ډېر امنیتي سرتېري په دنده ګمارل شوي دي. امنیتي سرچینو ویلي، چې د دغو څو پوړیزو امنیتي تدابیرو څارنه د پوځ په غاړه ده، چې ورسره رینجرز، د اسلام‌اباد او پنجاب پولیس هم په ګډه کار کوي. د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې ۶۰۰۰ تنه د اسلام‌اباد پولیس، ۳۰۰۰ تنه د پنجاب کونسټبلري، ۹۰۰ د سرحدي ځواک (FC) سرتېري او همداراز د رینجرز او پوځ ځانګړي قطعات برخه لري. د ترافیکو د نظم لپاره هم ۱۰۰۰ تنه افسران پر سړکونو ګمارل شوي دي. پوځ او رینجرز د «رېډ زون۷ او «های سیکورټي زون» مسئولیت په غاړه اخیستی او د مارګلې په غونډیو کې هم سرتېري ځای پر ځای شوي دي. رېډ زون ته ټولې تلونکې لارې، له مارګلې سړک پرته، تړل شوې دي او یوازې هغو چارواکو او اوسېدونکو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي چې ځانګړي جوازونه ولري. بهرنیو استازو ته له هوايي ډګر څخه تر استوګنځایونو پورې ځانګړي مسیرونه ټاکل شوي او هغوی ته د «بلو بوک» په کچه لوړ امنیتي پروتوکول ورکول کېږي. په دغه جریان کې هغو ټیمونو ته چې د لوړپوړو چارواکو (VVIPs) د ساتنې مسوولیت لري، اجازه نه ورکول کېږي چې له ځان سره موبایلونه، ډیجیټل ساعتونه یا نور بریښنايي وسایل ولري. ټاکل شوې چې سبا شنبه واشنګټن او تهران په اسلام‌اباد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو مېز ته کېني؛ هغه ناسته چې د سیمې راتلونکی ورپورې تړلی دی.

- Advertisment -spot_img