د طالبانو تر ولکې لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې په کابل کې د هندوستان درې ټنه بشري مرسته یادې ادارې ته سپارل شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ په دې مرسته کې ۳۰۰ روغتیایي کېټونه، ۵۰ د پخلنځي کېټونه، ۴۹۵ چریکې بسترې او ۱۶۵ ترپالونه شامل دي چې په سختو حالاتو کې به د زیانمنو کورنیو د وضعیت ښهوالي لپاره اغېزمنې تمامې شي. یادې ادارې دا بشري مرسته د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه همکارۍ او دوامداره ملاتړ خورا ارزښتناکه بللې او ډاډ یې څرګند کړی، چې دا به په هېواد کې سېلابځپلو او اړمنو کسانو ته له سروې وروسته په شفاف ډول ووېشل شي. د یادولو وړ ده، چې هند تر دې مخکې هم د طبیعي پېښو له امله ځپلشویو افغانانو سره ورته بېړنۍ مرستې کړې وې.



