د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او د اوربند د بشپړ پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده. اردوغان په ټولنیزې شبکې «انسوشیال» کې په یوه پیغام کې لیکلي چې، دا اوربند باید پرته له دې چې د تحریک یا تخریب لپاره فرصت ورکړل شي، بايد عملي شي. هغه د دې بهیر له ټولو ښکېلو اړخونو مننه کړې او په ځانګړي ډول یې د مذاکراتو په برخه کې د پاکستان د رول یادونه کړې ده. د ترکیې ولسمشر ويلي، د دوی د هېواد موخه په سیمه کې سوله او ثبات دی او ترکیه لا هم له دې دریځه ملاتړ کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سیمه د فبروري له ۹مې راهیسې د پراخو کړکېچونو او نښتو شاهده ده. اردوغان یو ځل بیا د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، ترکیه د سیمې د سولې لپاره له هڅو ملاتړ کوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)