شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ له ایران سره اوربند د نړۍ د سولې لپاره “لویه ورځ” بللې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د مذاکراتو لپاره اوربند د نړۍ د سولې لپاره “لویه ورځ” بللې او زیاته کړې یې ده، چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې پرمختګونه به منځنی ختیځ طلایي دورې ته ورسوي. ټرمپ ویلي، ایران او نورو خواو هم له سولې او ثبات سره هوکړه کړې ده. ټرمپ ویلي، امریکا به هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي او ایران هم کولای شي بیارغونه پيل کړي. د امریکا ولسمشر ویلي، چې هېواد به یې سیمه کې د سولې او ثبات هڅې وکړي او د بیارغونې لپاره به د اړتیا وړ سرچینې برابرې کړي. د ټرمپ په خبره، سیمه کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته کېدونکي دي او اوربند به په سمه توګه پلي شي.

- Advertisment -spot_img