شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هيبتات: نږدې څلورنيم ميليونه افغانان سرپنا او خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې پروګرام (هبیتات) خبر ورکړی، چې شاوخوا ۴.۲ میلیونه تنه په افغانستان کې بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري. یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ، د (وري په ۱۹مه) په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې وروستیو ناڅاپي سېلابونو دا اړتیاوې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې پروګرام ټینګار کړی، چې د کورنیو سره د مرستې لپاره بيړني اقدامات اړین دي. یادې ادارې همدارنګه ویلي، هره کورنۍ حق لري، چې د ژوند لپاره یو خوندي ځای ولري. د دې پروګرام پیغام ښيي، چې په افغانستان کې د استوګنې بحران او بنسټیزې اړتیاوې ډېرې جدي دي او بېړنۍ مرستې باید له ځنډ پرته وړاندې شي. افغانستان چې لا له وړاندې له بحران سره مخ دی، وروستیو پرله‌پسې اورښتونو او سېلابونو د خلکو اړتیاوې او ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.

- Advertisment -spot_img