د طالبانو تر ولکې لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، زابل، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو راوتلو له امله ۲۲ تنه شهیدان او ۳۲ نور ټپیان شوي. نوموړی زیاتوي په دغو پېښو کې ۵۲ کورونه په بشپړ او ۱۹۸ په نسبي ډول ویجاړ شوي او څه کم ۲۰۰ جریبه ځمکې حاصلات له منځه تللي. ورته مهال د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویلي، چې هوایي ځواکونو ننګرهار کې د ۱۷ پروازونو په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵۲ تنه په سېلابونو کې بند پاتې هیوادوال ژغورلي دي. دغهراز د ۳۱۳مرکزي قول اردو ویلي، چې امنیتي منسوبینو د تګاب ـ سروبي پر لاره لسګونه هغه موټر چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د چپه کېدو په حال کې و، ژغورلي او د ترافیکي پېښو زیانمو شویو ته یې مرستې رسولي. د یادې قول اردو په وینا، دماشومان په ګډون له باران او یخنۍ یو شمېر زیانمن شوي کوچیان خوندي ځایونو ته انتقال شوي. دغهراز د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر اعلان کړی، چې پرون د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند په سراچې سیمه کې سېلابونو یو ماشوم او پینځه څاروي وړي دي. د طالبانو د بهسود ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالهادي په وینا، د ماشوم مړی تر اوسه نه دی موندل شوی، خو د موندلو هڅې یې روانې دي. همدارنګه د یاد ولایت د کامې ولسوالۍ مسئولینو ویلي، چې تېره شپه یې ۱۵۰ تنه هغه اوسېدونکي چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ وو، له خپلو کورونو څخه خوندي سیمو ته لېږدولي دي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي، تېره شپه د یاد ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي شهیدان شوي دي. د هغه په وینا، د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.



