شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د جوزجان- بلخ په لاره ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

د جوزجان- بلخ پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. جوزجان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ويلي، چې دا پېښه د چوغچي په سيمه کې د “پاسو” ډوله موټر او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. نوموړی وايي د پاسو موټر چلوونکی په دې پېښه کې مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون ته لیږدول شوي ، خو د هغوی روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

- Advertisment -spot_img