شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیې او چین د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پرېکړه‌لیک ویټو کړ

د راپورونو له مخې، روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک ویټو کړ، چې د بحرین له لوري د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په موخه چمتو شوی و. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پرېکړه‌لیک چې ۱۱ موافقې، دوې مخالفې او دوې ممتنعې رایې درلودې، د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند له اعلان څخه یوازې څو ساعته مخکې رد شو. د راپور پر بنسټ، چین او روسیې دې پرېکړه‌لیک ته منفي رایه ورکړه او ممتنعې رایې د پاکستان او کولمبیا له لوري ورکړل شوې وې. د راپور له مخې، په رد شوي پرېکړه‌لیک کې هېوادونو ته اجازه ورکول کېده، چې د هرمز تنګي کې پر بېړیو د ایران د هر ډول برید پر وړاندې «ځواب» ورکړي او د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره «له ټولو اړینو دفاعي وسایلو» څخه کار واخلي. دغه پرېکړه‌لیک د بحرین له لوري وړاندې شوی و.

- Advertisment -spot_img