ملګرو ملتونو خبر ورکړی، د تېرې فبرورۍ میاشتې له اتمې نېټې راهیسې په لبنان کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د بېځایه شویو شمېر ١،١ میلیونه تنو ته ورسېد، چې د دې هېواد د نفوس یو پر پنځمه برخه جوړوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، اکثره بېځایه شوي کسان د کوربه ټولنو ترمنځ او یا هم په غیرې رسمي مېشتځایونو کې ژوند کوي او تر ډېره لومړنیو او بنسټیزو خدمتونو ته ډېر کم لاسرسی لري. د یادونې وړ ده، چې د دې سربېره پر لبنان د اسرائيلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۴۶۱ تنو ژوند بایللی او شاوخوا ۴ زره او ۴۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.



