شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له افغان سېلاب ځپلو ته د هند بشري مرسته

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه په تدریج افغانستان او افغانان له خپلو مرستو هېروي، هند د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د وروستیو سېلابونو او زلزلې له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره دې هیواد ته یو شمېر بشري مرستې لېږلې دي. د هند په دې بشري مرستو کې د پخلنځي وسایل، د حفظ الصحې کټونه، کمپلې او بړستنې او نور ضروري توکي شامل دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، چې نوې ډیلي د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او په سختو شرایطو کې د بشري مرستو ورکولو ته ژمن دی. دغه هندي چارواکي کابل ته د لېږل شویو مرستو اندازه نه ده څرګنده کړې، خو له خپرو شویو عکسونو ښکاري، چې د پام وړ مرستې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې دي. هند تل له افغانستان سره په سختو شرایطو کې بشري مرسته کړې ده. تر دې وړاندې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره تر ټولو ډېره مرسته هند وکړه. دغه هیواد په ځلونو افغانستان ته واکسینونه او درمل استولي دي. د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر ولکې لاندې د پېښو د مدیریت ادارې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۹ ته لوړ شوی او لږ تر لږه ۱۵۴ کسان ټپیان شوي دي، ځکه چې له څو اوونیو راهیسې شدید بارانونه د هېواد په ډېرو سیمو کې دوام لري. د پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي، چې د مارچ له ۲۶مې راهیسې نژدې ۶ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي، تر ۳۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي. د دې ادارې د یکشنبې د ورځې د خبرپاڼې پر اساس، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، پروان، دایکندي، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردک، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، بادغیس، غور، نیمروز، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړکې زیانونه هم اړولي دي.

- Advertisment -spot_img