دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: راډیو اکټیو شعاوې به خلیج کې د خلکو ساه وچه کړي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه سخت خبرداری کې ویلي، چې د راډیو اکټیو پاتې شوني او شعاګانې به په تهران کې نه، بلکې د خلیج شاهي ښارونو کې ژوند ختم کړي. هغه د سیاسي دوه مخۍ په تور ویلي، چې آیا د اوکراین پر ژاپوریزژیا اټومي برېښنا تاسیساتو د روسیې د برید پر اړه د لوېدیځ غوسه هېره او که په یاد ده؟ عراقچي ویلي اسراییل او امریکا د ایران د بوشهر تاسیسات څلور ځله بمبار کړي دي. د هغه دا څرګندونې لوېدیځ ته ښکاره پیغام دی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د “تېري” یا بریدونو له امله نه یوازې چوپ دي، بلکې طرف کې دي. همدې حال کې د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون ویلي، چې د ایران رژیم ډېر بد دی، خو له زور او پوځي لارې د دغه هېواد د ستونزې حل یې غیرواقعي بللی دی.

- Advertisment -spot_img