یکشنبه, مې 31, 2026
یکشنبه, مې 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونسیف د افغانستان لپاره د کابو ۹۵ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

یونیسف وایي چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۹۴۹.۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري او خبرداری ورکوي، چې میلیونونه ماشومان او کورنۍ لا هم په څو اړخیزو بحرانونو کې بند پاتې دي، چې د بې‌وزلۍ، اقلیمي بدلونونو، کمزورو خدماتو او د خوندیتوب د خطرونو له امله رامنځته شوي دي. یادې ادارې ویلي چې دا غوښتنه د ۱۲ میلیون افغانانو د ملاتړ لپاره ده، چې په کې ۶.۵ میلیونه ماشومان شامل دي، څو هغوی ته د ژوند ژغورنې مرستې او بنسټیز خدمات برابر شي. یونیسف په خپل وروستي بشري راپور کې ویلي، چې اټکل کېږي په ۲۰۲۶ م کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک، چې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. یونیسف خبرداری ورکړی، چې د خوندیتوب بحران هم ژور شوی او ښځې، ماشومان، ځوانان او نورو زیانګالو کسانو ته زیاتېدونکي خطرونه ورپېښ دي. دې ادارې ویلي، چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه بشري وضعیت لا پسې خرابوي او ښایي د افغانستان پر ټولنه او راتلونکو نسلونو اوږدمهاله منفي اغېزې ولري. یونیسف زیاته کړې، چې د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیا (WASH) په برخو کې کمې پانګونې، له اقلیمي بدلونونو سره یو ځای، اړتیاوې زیاتې کړې او د زیانګالو ټولنو مقاومت یې کمزوری کړی دی. نوموړې ادارې ټینګار کړی، چې پر وخت د مرسته کوونکو ملاتړ نه یوازې د بیړنیو مرستو لپاره مهم دی، بلکې دا هم اړین دی چې کورنۍ راتلونکو بحرانونو ته چمتو کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې، چې مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې د افغانستان بنسټیز سیستمونه لا هم د لسیزو جګړو، بې‌ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو له امله تر سخت فشار لاندې دي. یونیسف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال پلان به پر روغتیا، تغذیې، زده‌کړو، خوندیتوب او پاکو اوبو تمرکز ولري، او تر ټولو زیانګالو ماشومانو او کورنیو ته به لومړیتوب ورکړي. افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو سخت بشري وضعیت لري، او میلیونونه خلک د خوړو، روغتیايي خدماتو، زده‌کړو او پاکو اوبو لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه کوي. یونیسف ویلي، چې پرله‌پسې بیړنیو حالاتو د رغېدو بهیر ورځ تر بلې ستونزمن کړی دی.

- Advertisment -spot_img