جمعه, مې 1, 2026
جمعه, مې 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيپلوماټيکو حل‌لارو د سراج‌الحق ټینګار

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر، سراج‌الحق ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پښتنو ته زیان رسوي او یو وار بیا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډيپلوماټیکو حل‌لارو ټینګار کړی دی. سراج‌الحق ویلي چې ځینې بهرني هېوادونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله نه غواړي، خو په وینا یې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي. د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر همدا راز ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو اقتصاد هم زیانمنوي. نوموړي تر دې مخکې هم له پاکستاني حکومت او طالبانو څخه غوښتي وو چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. دا په داسې حال کې ده، د چین په اورمچي کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي او چین ویلي چې د دوی په کوربه‌توب په دغو مذاکراتو کې پرمختګونه شته. د یادولو وړ ده، چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري هم درېدلې او ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي.

- Advertisment -spot_img