جمعه, مې 1, 2026
جمعه, مې 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سپينې ماڼۍ د یونیم ټریلیون ډالره دفاعي بودیجې غوښتنه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قانون جوړونکو غوښتنه کړې، چې د راتلونکي ۲۰۲۷ میلادي کال لپاره لویه دفاعي بوديجه تصویب کړي. ټرمپ داسې مهال د دفاعي بوديجې د زیاتولو غوښتنه کړې، چې ایران سره یې جګړه پنځمې اوونۍ ته غځېدلې ده. ټرمپ ویلي، د راتلونکې کال لپاره ځکه د لویې دفاعي بوديجې چې یو نیم ټریلیون ډالر دي غوښتنه کوي چې له ایران سره یې د جګړې له امله لګښتونه زیات شوي او د نړیوالو امنیتي ژمنو پوره کولو سره مخ دی. دا په یو کال کې له ۴۰ سلنې زیات د دفاعي بوديجې د لوړولو وړاندیز دی، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو چټک زیاتوالی ښيي. امریکايي رسنیو د کانګرس د تړلو دروازو تر شاه د غونډو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران جګړه ممکن په ورځ کې تر دوه میلیارد ډالرو لګښت ولري.

- Advertisment -spot_img