د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې شنبې په ورځ هغه پرېکړهلیک ته رایه ورکوي، چې له مخې یې، له هرمز تنګي د تېرېدونکو کښتیو د خوندیتوب لپاره هر ډول دفاعي اقداماتو ته اجازه ورکول کېږي. که څه هم بهرین د روسیې او چین په غوښتنه دا پرېکړهلیک د مخکیني هغه پرتله نرم کړی، خو بیا هم چین ورسره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې بیجینګ د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ځواک د هڅو ملاتړ نه کوي. که څه هم ټاکل شوې وه، چې دا رایه اچونه نن د جمعې پر ورځ ترسره خو د ملګرو ملتونو د رخصتۍ له امله شنبې ورځې ته وځنډېده. د یاد پرېکړهلیک د تصویب لپاره ۹ رایو ته اړتیا ده خو که د چین، امریکا، روسیې، بریټانیا او فرانسې په منفي رایې سره هم له تصویب پاتې کېدای شي.



