یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د چین په منځګړیتوب له پاکستان سره مذاکرات تائید کړل

‏د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د چین په نوښت او منځګړتوب یې د منځنۍ کچې یو طالب پلاوی پاکستان سره د سولې خبرو اترو لپاره اورمچي ته استولی دی. د طالبانو اعلامیې زیاته کړې، چې دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي. د معلوماتو له مخې چین ته د طالبانو په رسېدلي پلاوي کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، استخباراتو ریاست او د دفاع وزارت استازي شامل دي چې طالبان یې د منځنۍ کچې پلاوی ګڼي. د طالبانو په خبره دې ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د موثر مدیریت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي. طالبانو داسې مهال باور ښودلای چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولای شي پاکستان سره شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حل لارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي، چې پاکستان په تېرو څو میاشتو کې په پرله پسې توګه د هېواد پلازمېنه بمبار کړه او زرګونو افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. تر دې وړاندې هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د قطر، ترکیې او سعودي په منځګړتوب خبرې اترې شوې دي، خو هغه بې پایلې پای ته رسېدلې وې. اوس به ولیدل شي چې تازه مذاکرات کومه نتیجه لري.

- Advertisment -spot_img