په هلمند ولايت کې له تيرې ورځې راهیسي اورښتونو د استوګنې ۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي. د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه مالي زيانونه د هلمند ولایت په ګرمسیر، سنګین او نادعلي ولسوالیو کې اوښتي دي. د یادونې ده، چې له څو ورځو پرلپسې ورښتونو او سیلابونو له امله لسګونه هېوادوال مړه شوي. د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د تیرو دوو ورځو ورښتونو له کبله، د ۶ تنو د مړینې او ۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)