چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

يو ځل بیا د ملګروملتونو په دفترونو کې پر ښځينه کارکوونکو بنديز وغندل شو

د افغانستان د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو کاري بنديز غندلی او دا چاره يې تبعیضي بللې. نوموړي پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، دا له ښځو سره ژور تبعيض دی او بايد بې‌ له ځنډه پای ته ورسيږي. هغه ليکلي: «زه له ۲۷ نورو ملګرو ملتونو کارپوهانو سره یوځای د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځو پر ننوتلو روان بندیز غندنه کوم.» بېنيټ ويلي، دا محدودیت د ښځو د کار پر حق یو بې‌ځایه برید دی او خبرداری یې ورکړ چې دغه اقدام د ژوند ژغورونکې بشردوستانه مرستې رسولو ته هم زیان رسوي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې ښځو ته د ملګرو ملتونو دفترونو د ننوتلو مخنیوی د ښځو د حقونو، په ځانګړي ډول د کار حق، مستقیمه سرغړونه ده او د دې پالیسي لپاره هیڅ فرهنګي، مذهبي یا اداري دلیل شتون نه‌لري. بېنيټ او د ملګرو ملتونو نور کارپوهان د دې بندیز سم‌دستي لغوه کولو غوښتنه کړې، ترڅو د ښځو حقونه او په افغانستان کې بشردوستانه فعالیتونه خوندي پاتې شي.

- Advertisment -spot_img