د نیویارک ښار ښاروال ظهوران ممداني د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل جګړه غندلې او ویلي یې دي، چې «په هر لحاظ باید د دې جګړې مخالفت وشي.» نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې د واشنګټن لهخوا د «نظام بدلون جګړې» په تاریخي ډول ناوړه پایلې لرلې دي. ممداني چې د نیویارک ښار د ژوند د لګښتونو د راکمولو په ژمنه واک ته رسېدلی، زیاته کړې، چې یادې جګړې تراوسه شاوخوا ۲۳ میلیارده ډالر لګښت درلود، په داسې حال کې چې امریکا له سخت اقتصادي فشار او د ژوند د لوړو بیو له بحران سره مخ دی. نوموړي ویلي، چې دا اندازه پیسې کولی شوي د کارګرې طبقې د ژوند په ښه کولو کې ولګېږي، لکه د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، د ښوونکو ملاتړ او یاهم د زدهکړو پورونو لهمنځه وړل، خو د ده په وینا، دا ټول د یوې بلې «نظام بدلون جګړې» لپاره له پامه غورځول شوي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)