یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

بدخشان کې طالب چارواکو خبر ورکړی،چې د یاد ولایت په «یمګان» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي. د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د یمګان ولسوالۍ په «سری آواش» سیمه کې شوې ده. طالب چارواکو د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي. بدخشان یو له هغو ولایتونو دی، چې وخت ناوحت په کې مرګونې ترافیکي پېښې کېږي. د یادونې وړ ده، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې، چې ستر لاملونه يې د چلوونکو بې احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي. بلخوا طالبانو بار بار له موټرچلوونکو غوښتي، چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند وژغوري. څه موده مخکې د طالبانو تر ولکې لاندې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي وو، چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په موټرو کې زرګونه جي پي اېس آلې نصب شوې او دا لړۍ ادامه لري.

- Advertisment -spot_img