یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طبیعي پېښو له امله په ۱۴ تنه وژل شوي”

طالب چارواکو خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي. د طالبانو تر ولکې لاندې د طبیعي پېښو پر وراندې ادارې ویاند یوسف حماد ویلي چې دغه مرګ ژوبله د سختو بارانونو، سېلابونو، د ځمکې خوځېدو او برېښنا لګېدو له امله په یو شمېر ولایتونو کې رامنځته شوې ده. د پېښو راپورونه په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، دایکندي، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، غور، بلخ، سمنګان، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوي دي. حماد زیاته کړې چې ۵۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي، او ۴۲۶ نور جزوي زیانمن شوي دي. لږ تر لږه ۱۶ دوکانونه هم اغیزمن شوي دي. هغه وویل چې د متاثره کورنیو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي مرستو وېش پیل شوی دی. دغه پېښې د افغانستان د هغو ستونزو یادونه کوي چې هېواد یې د موسمي طبیعي پېښو په وړاندې لري او د بېړنیو حالاتو د چمتووالي او ځواب ویلو په برخه کې عاجل اقداماتو ته اړتیا ښيي. دا راپور وروسته له هغې مخې ته راځي چې طالبانو مخکې خبر ورکړی و چې په څو ولایتونو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله ۲۸ کسان وژل شوي وو.

- Advertisment -spot_img