یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د اوبو او انرژۍ برخه کې پانګونې ته د قزاقستان چمتووالی

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د اوبو مرستیال وزیر مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاد په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیص اکباسوف سره وکتل. د لیدنې پر مهال دواړو خواوو د اوبو او انرژۍ د سرچینو ښه مدیریت، د تخنیکي تجربو تبادله، ګډو پروژو ته وده، او د بهرنیو پانګونو اسانتیاوو خبرې وکړې. قزاقستان څرګنده کړه چې چمتو دی په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو کې پانګونه وکړي او تخنیکي ملاتړ ورکړي. دواړو خواوو ټینګار وکړ چې سیمه‌ییزه همکاري د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ډېره مهمه ده. افغانستان هیله لري، چې دا ډول همکاریو سره د برېښنا تولید او د اوبو سم مدیریت کې پرمختګونه رامنځته شي. دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې خبرې به دوام وکړي او د همکاریو ساحه به نوره هم پراخه شي.

- Advertisment -spot_img