په غور ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله اتو کسانو ته مرګژوبلې اوښتې ده. د راپورنو له مخې، پېښه د غور-هرات پر لویه لار، د شهرک ولسوالۍ د کوتل صلاحخانې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلانکوچ موټر له سړک څخه واوښت. د دغه ولایت لپاره د طالبانو ځینو مسولینو ویلي چې، په دې پېښه کې اته تنه ټپیان شوي چې وروسته د دره تخت روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي. همداراز، د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او د سړک خراب وضعیت بلل شوی دی.



