افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر ویلي، افغان چارواکو وړاندیز کړی، چې له روسیې د اوږدې مودې لپاره هر کال ۲ میلیون ټنه نفتي توکي وپېري. د یاد مرکز مشر رستم خبیبولین ویلي، په دې پېر کې به نیم مایع ګاز او پاتې نور پټرول او ډیزل وي. نوموړي دا هم ویلي، ټاکل شوې د دې سوداګرۍ هوکړه لیک به د کازان فورم څنډه کې لاسلیک شي. د ښاغلي خبیبولین په خبره، تمه کېږي دا هوکړه لیک به د روسیې د تېلو لویو هغو شرکتونو سره لاسلیک شي، چې نرخونه یې مناسب او کیفیت یې د باور وړ وي. تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي، افغانستان د روسیې نفتي توکو پېر ته جدي لېوالتیا لري.



