سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړۍ کې ۲۷۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

ملګروملتونو اعلان کړی، چې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر، چې له ښوونځیو پاتې دي، زیات شوی او ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی دی. ملګروملتونو په خپل راپور کې ویلي، چې له زده‌کړو څخه د ماشومانو محرومیت د اووم پرله‌پسې کال لپاره زیات شوی دی. د راپور له مخې، د دې وضعیت اصلي لاملونه د نفوس زیاتوالی، بېلابېل بحرانونه او د بودیجې کمښت بلل شوي دي. راپور زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې له هرو شپږو زده‌کوونکو ماشومانو څخه یو یې له زده‌کړو بې‌برخې دی او یوازې له هر درې زده‌کوونکو څخه دوه تنه کولای شي د منځنۍ دورې زده‌کړې بشپړې کړي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې له ۲۰۱۵کال راهیسې په ښوونځیو کې د ماشومانو د ساتلو په برخه کې پرمختګ ورو شوی دی. په راپور کې جګړې او شخړې هم د دې ستونزې له مهمو لاملونو څخه بلل شوي، چې له امله یې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو پاتې دي. همدارنګه ویل شوي چې په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتوالی د دې سبب شوی چې ډېر ښوونځي وتړل شي او ماشومان له زده‌کړو محروم شي.

- Advertisment -spot_img