د پاکستان حکومت نن شنبه اعلان کړی، چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې به د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران د منځني ختیځ د جګړې په اړه مهمه غونډه وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اسحاق ډار خپلو سیالانو ته بلنه ورکړې او هغوی به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په اسلاماباد کې وي. د وزارت په بیان کې راغلي: «د دې سفر په ترڅ کې به د بهرنیو چارو وزیران په سیمه کې د کړکېچ د کمولو په ګډون پر یو لړ مهمو مسایلو ژورې خبرې وکړي.» دا څلور اړخیزه غونډه به د دوشنبې په ورځ ترسره شي او مېلمه وزیران به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري پاکستان په دې وروستیو کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د یو مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی. اسلاماباد له تهران سره پخوانۍ اړیکې او په خلیج کې نږدې تماسونه لري. همداراز لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نږدې شخصي اړیکې جوړې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، دا غونډه لومړی په ترکیه کې پلان شوې وه، خو دا چې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې پاتې کېدو ته اړ وو، نو غونډه اسلاماباد ته ولېږدول شوه. بلخوا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول ویلي چې تمه لري «ډېر ژر» په پاکستان کې د امریکا او ایران ترمنځ مخامخ لیدنه وشي. که څه هم تهران له واشنګټن سره رسمي خبرې نه دي منلې، خو د ایراني رسنۍ “تسنیم” په وینا، ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ ۱۵ مادهييز پلان ته خپل ځواب د اسلاماباد له لارې استولی دی.



