ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ د باریکاب شینوارو کلا سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی. ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي، چې پېښه د یوه سویفټ موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې، چې لامل یې هم د چلوونکي بېاحتیاطي ښودل شوې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)