د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوې رسمي خبرپاڼې کې په لبنان کې د خپلو څو تنو ډیپلوماتانو د وژل کېدو پېښه په کلکو ټکو غندلې او دا یې د اسراييل یو جنایتکارانه او ترهګریز عمل بللی دی. ایران ویلي چې دا برید د نړیوالو قوانینو، ډیپلوماټیکو اصولو او د کوربه هېواد (لبنان) د حاکمیت ښکاره نقض دی. یاد وزارت ټینګار کړی، چې د دغه جنایت د تعقیب لپاره به له ټولو نړیوالو او حقوقي ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي ترڅو عاملین یې ځواب ویلو ته اړ کړي. په خبرپاڼه کې د وژل شویو په توګه د سید محمدرضا موسوي، علیرضا بې ازار، مجید حسني کندسر، حسین احمدلو، احمد رسولي او امیر مرادي یادونه شوې ده. تهران یو ځل بیا د ایران د ملي ګټو او امنیت پر ساتنې خپله ژمنه تکرار کړې ده.



