جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان د اسیا جام د غوراوي سیالیو په درېیم پړاو کې له میانمار ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو په درېیم پړاو کې د میانمار پر وړاندې ۲-۱ ماتې ومنله. لوبه، د میانمار په یانګون کې د توونا لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شوه. لومړۍ نیمه په ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، چې امید پوپلزي د افغانستان لپاره ګول وواهه. خو میانمار په دویمه نیمه کې دویم ګول وواهه او بریا یې تر لاسه کړه. افغانستان له سوریې، میانمار او پاکستان سره په یوه ګروپ کې ځای پر ځای شوی و. لوبډلې له دې مخکې د میانمار او سوریې پر وړاندې ماتې خوړلې وې او د پاکستان پر وړاندې دواړه لوبې یې مساوي شوې وې. په دغه ګروپ کې سوریه بریا ته ورسېده، په‌ داسې حال کې چې افغانستان له مخکې د سیالیو له دویم پړاو څخه بهر شوی و.

- Advertisment -spot_img