سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بیګاه شپه د کابل پر اسمان بیا د الوتکو غورمبهار او د چاودنو غږونه

کابل ښاریان وايي چې نن شپه (جمعه) یې د پلازمېنې په اسمان کې یو وار بیا الوتکې لیدلي او ورسره هممهاله یې د چاودنو غږونه اورېدلي دي. د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې څرګنده نه ده چې د چاودنو علت څه و خو باور کېږي چې بیا به پاکستاني الوتکو په کابل کې پر کوم ځای بمونه غورځولي وي. تر دې وړاندې د پاکستان له لوري په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په بمبارۍ کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شول. د طالبانو حکومت د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې په کابل کې د اورېدل شویو چاودنو او د دې ښار په اسمان کې د ګرځېدونکو الوتکو په اړه څه نه دي ویلي. د کابل په اسمان کې الوتکې وروسته له دې ولیدل شوې، چې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د اختر په مناسبت په جګړه کې اعلان شوې وقفه یا لنډ اوربند پای ته رسېدلی او پاکستان د افغانستان خلاف خپل عملیات له سره پیل کړي دي.

- Advertisment -spot_img