د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ناټو غړیو هیوادونو د ایران د حکومت پرضد په جګړه کې هیڅ نه دې کړي. ډونالډ ټرمپ پنجشنبه( د مارچ ۲۶ مه) په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې « متحد ایالتونه د ناټو هیڅ شي ته اړتیا نه لري؛ خو دا مهمه زماني مقطع به کله هم هېره نه شي». یوشمېر اروپایي هیوادونو د تیرې اوونۍ دوشنبه اعلان کړی و، چې د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره به په عملیاتو کې برخه وانه خلي. د امریکا ولسمشر له خپلو متحدانو تر دې مخکې په زغرده غوښتي وو، چې د هرمز تنګي د مهم مسیر د پرانیستو لپاره لاس په کار شي.



