سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اروپايي پارلمان مخ کې لاریون؛پاکستان د افغانستان پر ملي حاکمیت برید کړی

د افغانانو ټولنې د اروپا پارلمان مخ ته پر افغانستان د پاکستان له لوري د هوايي او ځمکنیو بریدونو غبرګون کې لاریون کړی دی. لاریونوالو د پاکستان له لوري، پر امید روغتون د شوي برید یادونه کړې او ټینګار یې چې په دې اړه دې د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو خپل غبرګون وښيي. د دې ترڅنګ په دغه لاریون کې له نړیوالو سازمانونو غوښتنه وشوه، چې د «پاکستاني پوځ» دا ګام دې د یو ترهګر برید په توګه وپېژندل شي او هغه دې د نړیوالو «ترهګرو»لیست کې شامل شي. لاریونوالو له ملګرو ملتونو او امنیت شورا څخه د پاکستان د انزوا کېدو غوښتنه کړې او پر افغانستان یې د هوايي بریدونو د ژر بندیدو غوښتنه کړې ده. لاریونوالو د پاکستان له لوري تر سره شوي بریدونه د ترهګرو په خلاف نه د افغانستان د ثبات، اقدار او حاکمیت پر ضد بللي دي. هغوی د پاکستان لوري ترسره کېدونکي بریدونه د «پاکستاني جنرالانو مکارانه» سیاست ښودلی او ویلي یې دي چې له دې لارې غواړي پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني. د لاریون په پای په خپره شوې ګډه اعلامیه کې له اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې پاکستان اړ باسي ترڅو پر افغانستان روان بریدونه پای ته ورسوي او ملي حاکمیت ته یې درناوی وکړي.

- Advertisment -spot_img