سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران د امریکا پر ابراهام لینکن جنګي بېړی برید کړی

د ایران پوځ ادعا کړې، چې د بېړۍ ضد “قادر” توغندي په وسیله یې د امریکا پر “ابراهام لینکن” جنګي بېړۍ برید ترسره کړی دی. دا بېړۍ چې د امریکا د سمندري ځواک له مهمو بېړیو څخه ګڼل کېږي، د وروستیو سیمه‌ ییزو ترینګلتیاوو په ترڅ کې تر نږدې څار لاندې ده. د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان شهرام ایراني له برید مخکې ویلي وو چې د یادې بېړۍ ډلې تحرکات په دقت څارل کېږي او که د دوی د توغندیزو سیستمونو په واټن کې راشي، نو سخت برید به پرې وشي. ایراني چارواکو ټینګار کړی چې دغه اقدام د احتمالي ګواښونو په ځواب کې شوی، خو د برید د پایلو او زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. بلخوا امریکا تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او لا هم روښانه نه ده چې دغه ادعا تر کومه بریده سمه ده. کارپوهان وایي، چې که دا راپورونه تایید شي، نو دا به د سیمې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو او د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدو لامل شي.

- Advertisment -spot_img