سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا پر تګلاره د جرمني نیوکه

‏د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین‌ مایر د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل جګړه “فاجعه” او “ستره تېروتنه” بللې ده. شټاین‌ مایر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر تګلارو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه نه یوازې خطرناکه ده، بلکې د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه هم ګڼل کېږي. هغه د جرمني بهرنیو چارو وزارت کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د جګړې د توجیه لپاره وړاندې کېدونکي دلایل “نه منطقي دي او نه واقعي” او زیاته یې کړه چې د احتمالي ګواښونو په نوم پوځي اقدام د منلو وړ نه دی. امریکا او اسراییل له تېرو څو اوونیو راهیسې پر ایران هوايي پوځي عملیات پیل کړي چې پایله کې یې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه اي په ګډون لسګونه سیاسي او نظامي چارواکي وژل شوي. د جرمني ولسمشر خبرداری ورکړ چې د نړیوال قانون پر وړاندې چوپتیا د هېوادونو باور زیانمنوي. نوموړي همداراز وویل چې د ټرمپ دویمه دوره په نړیوالو اړیکو کې “لویه زلزله” رامنځته کړې او ټینګار یې وکړ چې د اروپا او امریکا اړیکې به نور پخواني حالت ته بېرته ونه ګرځي. کارپوهان باور لري چې د جرمني دا دریځ ښايي د لویدیځو هېوادونو ترمنځ اختلافات لا زیات کړي او د اروپا د ستراتیژیک خپلواکۍ بحثونه نور هم تاوده کړي.

- Advertisment -spot_img