د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین ګېزه هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې برلین کې د افغانستان د سفارت لپاره نوی سفیر ټاکل شوی دی. مارتین ګېزه ویلي چې سفیر له کوربه هېواد سره په همغږۍ او د دغه هېواد تر منل کېدو وروسته ګومارل کیږي، خو په خبره یې، په دې برخه کې هېڅ همغږي نه ده شوې او د افغانستان سفارت د پخواني سفیر له لوري اداره کیږي. تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې برلین کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو له لوري نوی سفیر ګومارل شوی دی.



